د موبایل پواسطه بانکداري

د موبایل بانکداري چې د موبایل تادیاتو په نوم هم یادیږي پیسې لیږدوي او د تادیاتو نور خدمتونه د مالي مقرراتو پر بنیاد د موبایل تیلفون پواسطه وړاندې کوي. ددې پر ځای چې په نغدو پیسو، چک یا کریدت کارت باندې تادیات ترسره کړو، پیرودونکی د خپل موبایل پواسطه د یو شمیر فزیکي او الکترونیکي خدمتونو تادیات ترسره کولای شي.

1. مای منی

افغان یونایتډ بانک د مای منی افغان بیسیم له لارې په چټک ډول د پیسو د لیږد سیستم وړاندې کوي. زمونږ پیرودونکي کولای شي د خپل موبایل له لارې په افغانستان کې پیسې ولیږي او یا یې تر لاسه کړي.

2. ام حواله

افغان یونایټډ بانک د ام حواله اتصالات له لارې د پیسو د لیږد چټک سیسټم چمتو کوي. زموږ پیرودونکي کولی شي په افغانستان کې د خپل موبایل له لارې پیسې واستوي او ترلاسه کړي.وخت پیرود ( ایزی لوډ )، د بیل تادیات او داسې نور وکړی.

3. ام پیسه

افغان یونایټډ بانک د ایم پیسه روشن له لارې د پیسو چټک لیږد سیسټم چمتو کوي. زموږ پیرودونکي کولی شي په افغانستان کې د خپل موبایل له لارې پیسې واستوي او ترلاسه کړي.