د انټرنیت په مټ بانکداري

د افغان یونایتډ بانک د انټرنیت بانکدارۍ برخې ته ښه راغلاست. د نوي تکنالوژی نه په ګټه اخیستنې سره، افغان یونایتډ بانک د انترنیټ په مټ بانکداري په داسې ډول پر مخ بیولي ده چې خپلو پیرودونکو ته یې د بانکداری اسانتیاوې په هر ځای او هر وخت کې د ۲۴ ساعتو او په اونۍ کې د ۷ ورځو لپاره وړاندې کړیده.

اوس تاسو کولای شی خپل حساب وګوری او ځینې نور بانکي فعالیتونه د خپل دفتر یا د سوداګری ځای یا د خپل کور او یا کله چې په سفر کې یاست ترسره کړی. کولای شی د انترنیټ په مرسته د کلیک په کولو سره مونږ سره بانکداري ترسره کړی.

د افغان یونایتډ بانک د انلاین بانکداری ځینې ګټورې ځانګړنې په لاندې ډول بیانیږي:

  • داسې یوه پاڼه لري چې د هغو راکړو ورکړو په هکله چې د انټرنیټ پواسطه ترسره شوی وي  او که څه هم ډیره کوچنی هم وي ښکاره کوي.
  • د ډیرو ګټورو پوښتنو غوراويو (انتخاب) لکه د حساب لنډیز، د حساب څخه عمومي کتنه، د حساب تفصیل او د راکړې ورکړې تاریخچه پکې موندل کیږي.
  • هر څوک پخپله خوښه کولای شي د راکړې ورکړې تاریخچه ځان ته د خپلې خوښې فارمټ (PDF یا  CSV) کې ثبت کړي.
  • د افغان یونایتډ بانک په هره څانګه کې یو کس کولای شي چې په افغان یونایتډ بانک کې خپل نورو حسابونو تر مینځ یا د افغان یونایتډ بانک بل حساب درلودونکي او یا د بانک دننه د څو بیلا بیلو حسابونو ته پیسې ولیږدوي.
  • د تکراري تادیاتو لپاره چې په اتوماتیک شکل سره په ټاکلي وخت کې اجرا کیږي ثابت لارښود جوړیږي.
  • د یوه یا ډیرو چکونو لپاره د تادیاتو د بندولو لارښوونه صادرولی شي. د تادیې د بندولو لارښوونه هغه وخت فسخ کیږي چې بانک ته چک له هغې څخه وړاندې حاضر شوی وي.

څنګه یي ترلاسه کولی شو؟

زمونږ تر ټولو نیږدې څانګې ته ورشی او خپل د حساب شمیره د ځان سره وساتی.

د اړیکو تفصیل

که چیرې کومه پوښتنه یا ستونزه لری نو په لاندې پتو مونږ سره اړیکه ټینګه کړی:

د تیلفون شمیره:  +93 (0) 20 220 3834-8, +93 (0) 7027 556 13

بریښنا لیک:  CBS.Support@afghanunitedbank.com