زمونږ په اړه

about

افغان یونایټډ یو بشپړ او عصری خصوصي بانک دی، چې د 2007 میلادی کال د اکتوبر پر 4 نیټه یې د افغانستان د بانکدارۍ د قانون سره سم د افغانستان بانک (مرکزي بانک) څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړی، او همدا راز د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې    (آیسا) جواز هم په لاس که لری.

افغان یونایټډ بانک د پلازمینې کابل په ګډون په ننګرهار، بلخ، هرات، کندز، پروان، هلمند، نیمروز او خوست ولایتونو او یو شمیر لویو ښارونو کې 27 څانګې لري چې په یادو څانګو کې د عامه بانکداري تر څنګ هېوادوالو ته د اسلامي بانکداري خدمتونه هم وړاندې کوي.

افغان یونایټډبانک د خپل فعالیت له پیل راهیسې په تدریجي ډول خپلو مشتریانو بانکی اړتیاوو ته په کتو خپلې څانګې ورځ تر بلې زیاتوي، او په راتلونکي کې په پام کې لري چې د هېواد نورو ولایتونو، سترو ښارونوته د سوداکریزو خدمتونو په موخه خپل خدمتونه وغزوي.

افغان یونایټدبانک د بانکداري د پرمختللي تکنالوژي پر مټ خپل فعالیتونه تر سره کوي، او پدې وروستیو کې د هېوادوالو د خدمت په موخه یو شمیر نوي خدمتونه لکه د صرافي اتومات ماشینونه، د موبایل له لاری بانکداري، دبت کارت، او نور خدمتونه هم وړاندې کړیدي، پیرودونکی کولی شي د افغان یونایټډبانک له یادو خدمتونو څخه د افغان یونایټدبانک په ټولو څانګو کې ګټه واخلي.

همدا راز افغان یونایټد بانک په هېواد کې د کرنې، صنعت، ساختمانی او مخابراتي سکتور د پرمختګ په برخه کې پانګونې ته ژمن دی.

افغان یونایټد بانک د سیمې په کچه د مسلکي او متخصصو بانکدارانو له ملاتړه برخمن دی او خپلې استراتیژيکې موخې او اهداف د مدیره پلاوي او د څار د کمیټې لخوا ترتیب او پلي کوي، بانک د بانکداري د لا غوره خدمتونو د تر سره کولو په موخه د نوي او عصري تکنالوژي په برخه کې (CBS ) اوFlex cube د سافټویرونو په درلودلو سره په میلیونونه ډالره پانګونه کړې.

د یاد سیستم په مټ د بانک ټولې څانګې سره نښلول شوي او په آنلاین ډول سره کارکوي، مشتریان کولی شي له کوم اضافي لګښت پرته په یو وخت د بانک له هرې څانګې څخه ګټه واخلي، او له موږ سره چټکه او د باور وړ بانکداري تجربه کړي، همدا راز قدرمن پیرودونکي کولی شي د افغان یونایټډ بانک د دبت کارت په مټ د هېواد په دننه او بهر کې پیسې تر لاسه کړي.

امانت او رښتينولي

موږ پدې ویاړو چې ستاسې د اعتماد او باور وړیو، او په خپلو بانکي معاملاتو کې له خپلو پیرودنکو سره په امانتداري او رښتینولي سره ګامونه اوچتوو

تخصص

موږ له خپلو مشتریانو سره په ډېر مناسب او مسلکي ډول راکړه ورکړه کوو

ړوڼتیا

موږ خپل په ټولو معاملاتو کی له ټولو پیرودونکو سره په دقیق  او مناسبه ټوګه راکړه ورکړه کوو

د پیرودونکو پالنه

د پیرودنکو د هیلو د پوره کولو په موخه زموږ مسلکي او روزل شوي کارکوونکي د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي

غوره والی

موږ ویاړو چې د نړیوالې عصري بانکداري په خپرولو کې هڅې او کوښښونه کوو

arrow_logo