څارونکی هیئت

د افغان یونایتډ بانک څارونکی هیئت د نامتو داخلی وګړو او همدارنګه د پخوانیو کارکوونکو څخه چې په نړیواله کچه بانکي تجربه لري جوړ شوی دی. دغه هیئت دا وړتیا لري چې مدیره هیئت ته مناسب هدایت او لارښوونه ورکړي تر څو دوي د هغې په رڼا کې د بانک کارونه په پوره پاملرنې سره سرته ورسولی شي.

همدا چې د بانک څښتنتوب بدل شو، نو د افغانستان بانک د هدایت پر بنیاد، د بانک نوي څښتنانو څارونکی هیئت پداسې ډول بدل کړ چې د بیلا بیلو برخو استازي پکې شتون لري.

پردیپ وهرا

د څارونکي پلاوي مشر

ښاغلی پردیپ وهرا د مشارکت او بانکدارۍ مسلکې کارپوه دی، چي په عامه او خصوصي سکتورونو، د پلور او بازار موندنې، د سوداګرۍ پراختیا، د اړیکو مدیریت، پرچون او عمده بانکدارۍ، پورونو، د بهرنی اسعارو مدیریت او مالي سوداګرۍ په برخو کي له ۴۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري.
ښاغلی وهرا په ۱۹۷۷ کال کي د هند په دولتي بانک کي د محاکمي افسر په توګه کار پیل کړو او په یاد مقام کي يې ۲۴ کاله په همدي بانک کي دنده ترسره کړه.
مخکي له دي چي د هند د خصوصي سکتور مخکښ بانک IndusInd Bank ته ولاړ شي، نوموړی په ۲۰۱۶ کال کي ددغه بانک د مدیره پلاوی په توګه تقاعد شوو. نوموړی وروسته د Fin Tech Start up رییس شو.
ښاغلی پردیپ وهرا د اقتصاد په برخه کي لیسانس د هندوستان پنجاب پوهنتون او ماسټرۍ سند يې هم د همدې پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی او همدارنګه د هند د بانکدارانو د انسټیټیوټ تصدیق شوی همکار هم دی.

 نور کریم

 غړی

ښاغلی نور کریم د( ICAEW په انګلستان او ویلز کې د چارټرډ محاسبینو انسټیټیوټ) څخه یو تصديق شوی محاسب او د ACCA (د چارټرډ تصدیق شوي محاسبینو اتحادیې) غړی دی چې  تر ۱۳ کلونو مسلکي تجربه لري.

 ښاغلی نورکریم له متحده عربي اماراتو څخه د تأمیناتو او تبادلې په سکتور کې د قوانینو او مقرراتو د رعایت او تعمیل مسلکي دی او همدارنګه په انګلستان کې د امنیت او پانګونې د مسلکي انستیتیوت غړی هم دی. نوموړي اوس مهال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د مشورتي شرکت شریک دی او د Crowe Horwath Afghanistan (په نړۍ کې نهم لوی حساب ورکونې شبکه) بنسټ ایښودونکی دی، نوموړي د Crowe Horwath د رهبرۍ پر مهال د څو بانکونو د پلټنو او څارنې مسولیت په غاړه درلوده لکه:

  • افغان یونایټډ بانک
  • آرین بانک
  • پښتني بانک
  • باختر بانک
  • عزیزي بانک
  • افغان ملی بانک

نوموړی په ​​تاجکستان کې د UNDP پروژو لپاره د نړیوال مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

مطيع الله فایق

 غړی

ښاغلی مطیع الله فایق په بانکدارۍ برخه کي پراخه تجربه لرونکی دی، چي د افغانستان بانک سره یي د  اقتصاد پوه اونظارت څانګې د مشر په توګه کار کړی دی، نوموړی د  ETDB بانک سره د رییس په توګه، د البشیر د پیسو د تبادلې او خدماتو د چتمو کونکي سره د بورډ د غړي په توګه او د کابليکسیر مالي مشورتي خدماتو سره د مرستیال په توګه کار کړی دی.

ښاغلی فایق يوه ماسټري د متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون څخه د عامه ادارې او نړیوالې پراختیا په برخه کي او همدارنګه دوهمه ماسټري د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه په اقتصاد کي لري.

 کاجل ګوش

 غړی

ښاغلی کاجل ګوش د بانکدارۍ مسلکي دی چي د سوداګرۍ په پراختیا او د رهبرۍ په برخو کي تر ۴۰ کلونو تجربه لري. نوموړی د تکنالوژۍ او ډیجیټل بانکدارۍ رهبر او سربیره پر دي ښاغلي ګوش د هندوستان هیواد تر ټولو لوی بانک (مرکزي بانک) کي د تحلیلاتو او ټولنیزو رسنیو بانکداري مشري هم کړې ده او ددې برخي بنسټ ایښودونکي هم دی. نوموړي په کریډیټ، پرسونل، سازماني پلان جوړونې، نوي سوداګرۍ، او د بانک د شرکتي ستراتیژی په برخو کې کار کړی دی.

ښاغلی کاجل ګوش  په ۱۹۷۸ کال کي د هندوستان state بانک سره د امتحاني افسر په توګه خپله دنده پیل کړه او تر هغه چي په ۲۰۱۶ کال کي د همدي بانک څخه د لوی مدیر په توګه تقاعد شو. د تقاعد راهیسې ښاغلی ګوش د Utkarsh SF بانک په بورد کي یو خپلواک ریئس او همدارنګه په PayU India، Stratosphere IT Service Pvt Ltd او Kovid Analytics Solutions India Ltd  شرکتونو کي د مشاور په توګه دنده ترسره کړي ده.

 فیروز قیامی

غړی

ښاغلی فیروز قیامی په عامه او خصوصي سکتورنو کي له ۱۲ کلونو څخه ډیره مسلکي تجربه لري.

نوموړي د افغان یوناټیډ بانک د اجراییوي رئیس په توګه هم دنده ترسره کړي ده چي ځانګړي لاسته راوړني یې د ښه ادارې تقویه، د نوې پالیسیو او کړنلارو جوړول، د قوانینو او مقرراتو پیاوړي کول او یو شمیر نورو سوداګریزو اصلاحاتو رامنځته کول دي.

همدارنګه یې د افغانستان بانک سره د پیسو وینځلو او د تروریزم له تمویل سره د مبارزې د رعایت څانګې د مشر او ورسته بیا د مالي څارنې ریاست د مرستیال په توګه دندي ترسره کړي دي.

 ښاغلي فیروز قیومي د افغانستان امریکایی پوهنتون څخه په سوداګرۍ او ادارې برخه کي د لیسانس سند او په همدغه برخه کي د افغان سویس پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.