مدیره هیئت

د بانک چارې د ډیرو باتجربه، مسلکي او عصري بانکوالو پواسطه پر مخ بیول کیږي. ددې لپاره چې د بانک چارو څخه په اغیزمنه توګه مدیریت ترسره شوي وي نو د بانک مدیره هیئت او د تفتیش کمیټه د رهبری با کیفیته خدمتونه وړاندې کوي.

د بانک موظف اجرایوی رئیس یو نومیالۍ لوړ رتبه بانکوال او په سیمه کې یو پیژندل شوي شخصیت دی.

نارایان راو

د مدیره هیئت رئیس

ښاغلی نارایان راو یو مسلکي او تجربه لرونکی هندی بانکر دی چي د بانکدارۍ په برخه کي د ۳۷ کلونو څخه زیاته تجربه لري. نوموړی د پورونو په ارزونه، د خطر مديريت، پلټنه او تفتيش، څارنه او تجارت کي ځانګړې تجربه لري. همدارنګه نوموړي په سوداګرۍ کي ژوره پوهه لري او د هند دولتي بانک سره یي د عمومي مدیر په توګه هم کار کړی دی چي اوس په افغان يونايټډ بانک کي د اجرايوي ريئس په ټوګه دنده ترسره کوي.

 ښاغلی راو د اقتصاد پوهنځي فارغ او په همدې برخه کي يې د احصایې ځانګړې مقالې په توګه  د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. سره ددې ښاغلی راو د هند د بانکدارانو د انسټیټیوټ تصدیق شوی همکار هم دی

مبین احمد امین

د مدیره هیئت معاون

ښاغلی مبین احمد امین د افغان یونایټيډ بانک د اجراییوي رئیس مرستیال دی چي د یاد بانک د مدیریتي ټیم د غړی په توګه کار کوي.

 نوموړی د پورونو، عملیاتو، مشارکتي ستراتیژی، مالي او مشارکتي مديريت کي بډایه تجربه لري او همدارنګه د افغانستان په بانکدارۍ او مالي سکتور کي له ۱۱ کلونو څخه زیاته عملي تجربه لري.

ښاغلی مبین احمد امین د لیسانس سند د سوداګرۍ او ادارې په برخه کي او د ماسټرۍ سند يې په مالي برخه کي ترلاسه کړی دی.

محمد اسلام سربلند

معلوماتي تکنالوژي ریئس (سرپرست)

محمد اسلام سربلند یو روڼ اندی، ځغلنده او یو ځوان تخنیکي بانکوال دی چې په ۱۹۸۳ میلادي کال د جنوري په ۲۱ نېټه د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالی کې زېږېدلی دی.

نوموړي خپلې لومړنی زده کړې په حضرت امام حسین او بی بی عایشه کې ترسر کړي او د اقتصاد په برخه کې یې د پاکستان له الخیر (AJK) پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی، او همدارنګه يي په ۲۰۱۳ کال کي (CPA) غړیتوب هم ترلاسه کړو هغه د ډېرو رسمي مسؤلیتونو ترڅنګ خپلو زده کړو ته وده ورکړې او د خپلې علمي کچې د لوړو لپاره یې د انگلستان هېواد څخه د (ITIL) کورس کې لوړې او معتبرې زده کړې وکړې چې په اړونده برخه کې د افغانستان لوی ماهر وبلل شو.

ځوان محمد اسلام سربلند په خپل ژوند کې درانده مسؤلیتونه او ننګوونکې پروژې پر غاړه اخیستي چې ټولې یې په بریالیتوب سرته رسولي دي. سربلند له دیارلس کالونو را په دېخوا د بانکدارۍ په برخه کې کار کوي چې اوس مهال په اړونده برخه کې د هېواد په کچه یوه پېژندل شوې څېره ده. نوموړي په بانکي سکتور کې له عزیزي بانک څخه پیل وکړ، هلته یې د مرکزي بانکدارۍ د روزونکي په توګه دوه کاله دنده ترسره کړه. وروسته په افغان یونایټېد بانک کې د مرکزي بانکدارۍ د مشر په توګه د اوو (۷) کالونو لپاره پاتې شو او د درې کالونو لپاره په نوموړي بانک کې د معلوماتو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې. ده په خپل کاري دوران کې ځینې داسې اساسي او اړین کارونه ترسره کړل چې اصلاً یې د بانک بڼه بدله کړه، لکه د مرکزي او انټرنټي بانکدارۍ لپاره د (FLEXCUBE) آپلېکېشن پیاده او وده ورکول، له اوریکل څخه تر آنلاین بانکدارۍ، د (ATM) د چېنلونو سپارنه او د اسلامي بانکدارۍ د حل لارو پلې کول هغه پروژې وې چې په ټاکل شوي وخت او بودېجې سره یې په بریالیتوب ترسره کړې. ددې ترڅنګ یې د تخنیکي او عمومي بانکدارۍ په قلمرو، د څانګو په مدیریت او د پورنو د خطر په برخه کې نوي قوانین وضع کړل.

محمد اسلام سربلند د نورو د روزنې د وړتیا په لرلو سره د (APDA) سره په کابل کې کار پیل کړ او دولتي مامورین یې د کمپیوټر د تخنیک په برخه کې وروزل.

نوموړي د خپلو غوره فعالیتونو په ترسره کولو سره ډېرې جایزې ترلاسه کړې دي، محمد اسلام سربلند د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر په میاشت کې د افغانستان د سولې، رسنۍ او ښې حکومتولۍ له انسټیټیوټ څخه په بانکي سکتور کې د هېواد په کچه د غوره مدیر په توګه جایزه ترلاسه کړه. دا چې نوموړی په بانکدارۍ، عمومي مدیریت، معلوماتي ټکنالوژۍ او په رهبرۍ کې غوره او غني تجربه لري نو پرېکړه یې کړه چې اوس د سلاکار په حیث خپل رول ولوبوي، ترڅو وکولای شي له همدې لارې خپله تجربه او علمي پوهه هېوادوالو ته ولېږدوي او د ملت په رغولو کې خپله ایماني او وجداني وجیبه ادا کړي.

دیپک ګوپتا

عملیاتی رئیس (سرپرست)

ښاغلی ديپک ګپتا یو تجربه لرونکي متخصص دی چي د پرچون او عمده پلور بانکي عملياتو په برخو کي له ۱۸ کلونو څخه زیات تجربه لري. نوموړی په افغان يونايټډ بانک کي د عملياتي رئيس په توګه دنده ترسره کوي.

ښاغلی ګپتا د عامه ادارې او بشري سرچینو په برخه کي د راجستان د جیپور پوهنتون څخه د فراغت سند لري. همدارنګه د کمپیوټر اپلیکشن په برخه کي ډیپلومه او د روزنې او پراختیا لپاره د هند ټولنې (ISTD) لخوا په BFSI کې تصدیق شوی روزونکی دی.

نوموړی د IndusInd Bank Limited سره سمیه ایز عملیاتي مشر او د همغږي کوونکي په توګه او په ​​سیمه ایزه جغرافیه کې د کلستر مشر او QIG سیمه ایز مشر په توګه د HDFC بانک سره اوږده کاري تجربه لري.

ښاغلی ګوپتا همدارنګه د مدیریت پروسې او عملیاتو، د کورونو د پاکولو مدیریت، سوداګریزو پورونو عملیات،  د پور پروسې او خدمات، د کیفیت تضمین، د خلکو مدیریت، د بدلون مدیریت، د پیرودونکو خدماتو، عامه اداره، سوداګرۍ پراختیا، بریښنایي بانکدارۍ، مشارکتي ارتباط، د پیرودونکو پیژندل او  د پیسو مینځلو ضد او د درغلۍ د کشف په برخو کي پراخه کاری تجربه لري.

راشد ګلبهاری

مالي ریئس

ښاغلی راشد ګلبهاري یو تجربه لرونکی بانکدار دی چي د افغانستان په بانکي صنعت کي له ۱۳ کلونو زیاته کاري تجربه لري.

ښاغلی ګلبهاري له هند هیواد څخه لیسانس او د کاردان پوهنتون څخه په مالي برخه کي د ماسټرۍ سند لري.  نوموړي په IFRS/IAS، محاسبې معیارونو او بانکدارۍ روزنه کې مختلف تصدیق شوي کورسونه ترسره کړي دي.

نوموړی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغان یونایټډ بانک سره په بيلابيلو برخو کي کار کړی دی او په  ۲۰۲۱ کال کې د همدې بانک د مالي چارو د رئیس په توګه وګمارل شو.

 ښاغلی ګلبهاري په مالي او محاسبوي، بانکي عملیاتو او د خطر مدیریت په برخه کي بيلابيلي تجربې لري.

فرید احمد

اسلامي بانکدارۍ ریئس (سرپرست)

ښاغلی فرید‌ احمد يو مسلکي بانکدار دی چي په بېلابيلو مديريتي پوسټونو لکه تفتيش، مالي مديريت او اسلامي بانکدارۍ کي ۱۱ کلن بانکي مهارت لري. نوموړی د ۲۰۱۸ کال د نومبر مياشتي راهسي په افغان يونايټډ بانک کي د اسلامي بانکدارۍ د سرپرست رئيس په توګه دنده ترسره کوي.

ښاغلی فريد احمد د ادراې او تجارت په برخه کي د ليسانس سند د قرطبا پوهتنون او په همدې برخه کي يې د ماسټرۍ سند د پاکستان د پيښور پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی. نوموړی ډېر شمير ډيپلومونه او سندونه په بانکدارۍ او مالي برخه کي د مختلفو موسسو څخه تر لاسه کړي دي. همدارنګه د اسلامي بانکدارۍ دیپلوم او وجهی مدیریت سند د الهدا اسلامي بانکدارۍ او اقتصاد مرکز څخه لري.

اجمل بارکزی

د بانکی اعتبارتو ریئس (سرپرست)

ښاغلی اجمل بارکزی په بانکدارۍ او مالي برخو کې له ۱۲ کلونو څخه د ډیري تجربې په درلودلو، یو مسلکي او تجربه لرونکی بانکدار دی ښاغلي بارکزي په افغان یونایټډ بانک کې د خپلې دندې په موده کې په بیلابیلو مدیریتي څانګو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي، لکه د تفتیش، خطراتو، د پیرودونکو خدمتونو او عملیاتي برخو کې. نوموړی د بانک د پیرودونکو د حقونو د آمریت په تاسیس کې مهم رول لوبولی او د پیرودونکو شکایتونو د مدیریت په برخه کې یو پیژندل شوی نوم دی.

اوس مهال، ښاغلی بارکزی د بانکی اعتباراتو د سرپرست آمر په توګه په دې بانک کې دنده تر سره کوي. ښاغلي اجمل بارکزي د دنیا پوهنتون څځه د اداره او سوداګرۍ په برخه کې ماسټرۍ سند تر لاسه کړی، او د هغې تر څنګ له معتبرو انستیتوتونو څخه ګڼ شمېر دیپلومونه او شهادتنامې هم لري