د ټاکلي وخت لپاره امانت ایښودل

هغه بانکی امانتونه دي چي بانک سره د ټاکلي مودې لپاره ساتل کیږي. د دغه ډول امانتونو د بلوغ موده عموماْ د څو میاشتو څخه تر څو کالو پورې رسیږي. کله چې پیرودونکي د ټاکلي مودې لپاره پیسې په امانت ورکوي نو باید پوه وي چې دوي یواځې هغه وخت ګټې څخه مستفید کیدای شي چې د امانت ټاکلی وخت پوره شي.

 

1.  انفرادي حسابونه

هغه اسناد چې د جاري/سپما حسابونو او ټاکلي وخت امانتونو لپاره اړین دي عبارت دي له:

  • تذکره یا پاسپورت
  • انځور (د پاسپورټ د انځور په اندازه)
  • د دندې کارت یا کوم بل سند چې د عاید سرچینه ورڅخه په ډاګه کیدای شي.
  • د بهرنیو وګړو د کار جواز یا ویزه

 

1.1. لومړنۍ امانت:

  • شخصي جاري حساب:  ۲۰۰۰ افغانۍ، ۵۰ امریکایي ډالر، ۶۰ یورو، ۶۰ برتانوي پونډ، ۲۰۰ د اماراتو درهم.
  • د سپما حساب: ۲۰۰۰ افغانۍ یا ۱۰۰ امریکایي ډالر
  • دغه حساب په نورو پولي واحداتو نه پرانیستل کیږي.

 

1.2. معیادي امانت

  • ۵۰۰۰۰ افغانۍ یا ۵۰۰۰ امریکایي ډالر
  • دغه حساب په نورو پولي واحداتو نه پرانیستل کیږي.

 

2. شرکتی حسابونه

هغه اسناد چې د شرکت حساب پرانیستلو لپاره اړین دي عبارت دي له:

  • د کار جواز
  • اساس نامه
  • د مدیره هیِت پریکړه لیک
  • د هر رئیس یا لاسلیک کوونکي تذکره یا پاسپورټ
  • انځور (د پاسپورټ د انځور په اندازه)

 

2.1. لومړنۍ امانت:

  • ۱۰۰۰ افغانۍ، ۲۰۰ امریکایی ډالر، ۲۰۰ یورو، ۲۰۰ برتانوی پونډ، ۸۰۰ اماراتو درهم