د سپما حساب

د سپما حسابونه، په حساب کې د موجوده اعتبار څخه د مفاد (ګټې) تادیه کیدو او د حساب څخه د پیسو ایستلو د محدودیت پر اساس پیژندل کیږي. د زیاتو پیسو ایستلو لپاره پیرودونکي باید بانک ته له وړاندې څخه خبردارۍ ورکړي. خو بیا هم، د بانک د نغدو پیسو موقف او د پیرودونکي د حساب ګټورتوب ته په کتو سره کیدای شي له دغه شرط څخه لاس هم واخیستل شي. کولای شو جاري او سپما حسابونه داسې کسانو ته چې عمرونه یې ۱۸ او یا زیات وي او د قرارداد کولو قانوني وړتیا ولري پرانیزو. کم عمره کسان (د مناسب ساتوونکي تر نظارت لاندې)، نالوستی کس او بهرني وګړی هم د افغانستان بانک د قوانینو په رڼا کې جاري او سپما حسابونه پرانیستلی شي.