د تنخوا حسابونه
د تنخوا حسابونه د جاري حساب په کتګوری کې پرانیستل کیږي خو د تنخوا حساب او انفرادی جاري حساب په حفظ او مراقبت کې توپیرونه شته.
د تنخوا حساب د یوې ادارې او بانک تر مینځ د قرارداد په ټینګولو سره پرانیستل کیږي.
د تنخوا حساب د پرانیستلو لپاره اړین اسناد عبارت دي له:
- تذکره یا پاسپورت
- انځور (د پاسپورټ د انځور په اندازه)
- د وظیفې کارت
- د ګمارونکي څخه پیژند پاڼه
- د بهرنیو وګړو د کار جواز یا ویزه
- د تنخوا حساب لپاره لومړنیو پیسو یا حد اقل بیلانس ته اړتیا نشته.