مرابحه

که چیرې تاسو د خپلو سوداګریزو توکو یا ګدام لپاره مالي مرستو ته اړتیا لری، او یا که تاسو سوداګری خامو موادو او توکو رانیولو ته اړتیا وه نو کولای شی په دغه قرارداد کې هغه واخلی.

 

د دغه اسانتیا څخه څوک ګټه اخیستلی شي؟

  • ټول هغه شرکتونه چې د کار جواز ولري.
  • لږ تر لږه یو کلنه سوداګریزه تجربه ولري.
  • د سوداګری مالي وړتیا ولري (د تیرو ۱ یا ۲ کالو قوي صورت حساب وښودلی شي)
  • د آسانتیا پر وړاندې د ضمانت ایښودل (غیر منقول جایداد شرعي قواله)
  • دقیق سوداګریز پلان
  • نور اعتبارات/پانګه اچونې شرایط

نور شرایط:

  • د قرارداد اعظمی حد ۱۲ میاشتې (یو کال) دی.
  • د تمدید هیڅ چانس پکې نشته
  • د وختي تادیاتو لپاره د تخفیف چانس نشته
  • یواځې هغه شتمنۍ او محصولات چې د شریعت د اصولو مطابق وي اخیستلی شي.
  • د ګټې بيه د بانک او پیرودونکي تر مینځ د بحث وړ دی.

څنګه یې پیل کړو؟

  • زمونږ تر ټولو نیږدې څانګه کې خپل غوښتنلیک وسپاری.
  • کله چې بانک ستاسو غوښتنلیک تر لاسه کړ، نو بانک بیا د پانګه اچونې نورې پروسې پیل کوي.
  • د ارزونې پروسه د ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو پورې وخت نیسي.
  • کله چې بانک ستاسو سوداګري و ارزوله نو بیا به د حد اقل او حد اکثر پانګه اچونې پریکړه نیول کیږي.