مالي اجاره (اجاره ولاقطنا)

دلته مونږ حاضر یو چې ستاسو سوداګری لپاره ثابته شتمني لکه تعمیر، وسیله، یا کومه بله شتمني په یوه ټاکلي کرایه باندې را ونیسو. د پانګې اچونې یوه اسانه لار ده.

ددغه سهولت له لارې په راتلونکي کې تاسو د خپلې شتمنی څښتن کیدای شی او خپله سوداګري غښتلي کولای شی.

 

د دغه اسانتیا څخه څوک ګټه اخیستلی شي؟

  • ټول هغه شرکتونه چې د کار جواز ولري.
  • لږ تر لږه یو کلنه سوداګریزه تجربه ولري.
  • د سوداګری مالي وړتیا ولري (د تیرو ۱ نه تر ۲ کالو یوه قوي صورت حساب وښودلی شي)
  • د آسانتیا پر وړاندې د ضمانت ایښودل (غیر منقول جایداد شرعي قواله)
  • دقیق سوداګریز پلان
  • نور اعتبارات/پانګه اچونې شرایط

نور شرایط:

  • د قرارداد اعظمی وخت ۱۲ میاشتې دی.
  • د وختي تادیاتو لپاره د تخفیف چانس نشته.
  • د کرایې بيه د بانک او پیرودونکي تر مینځ د بحث وړ دی.

څنګه یې پیل کړو؟

  • زمونږ تر ټولو نیږدې څانګه کې خپل غوښتنلیک وسپاری.
  • کله چې بانک ستاسو غوښتنلیک تر لاسه کړ، نو بانک بیا د پانګه اچونې نورې پروسې پیل کوي.
  • د ارزونې پروسه د ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو پورې وخت نیسي.
  • کله چې بانک ستاسو سوداګري و ارزوله نو بیا به د حد اقل او حد اکثر پانګه اچونې پریکړه نیول کیږي