د ماشوم د سپما ځانګړی حساب

آیا د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي او مالي خوندیتوب په فکر کې یاست؟ آیا د خپلو ماشومانو د راتلونکي ملا تیر جوړولو هوډ لری؟ د افغان یونایتډ بانک اسلامي بانکداری څانګه ستاسو د ماشومانو د خوندیتوب لپاره لوړه د ګټې بیه وړاندې کوي.

 

د ګټې او تاوان لپاره قانون څه دی؟

  • د اسلامي سپما حساب د پرانیستلو او یا په لړ کې کومه ځانګړي او ثابته ګټه په پام کې نده نیول شوي.
  • دغه حساب پرانیستلو لپاره کوم ځانګړی د قرارداد وخت هم ندی ټاکل شوی.
  • ګټه به په قرارداد کې د ذکر شوي تناسب پر بنیاد ویشل کیږي.
  • ګټه به هر درې میاشتې وروسته د میاشتني بیلانس د اوسط مطابق حسابیږي.
  • پیرودونکی کولای شي تر لاسه شوي ګټه د بانک د ګټې د تقسیم څخه وروسته و کاروي.

څوک دغه حساب پرانیستلی شي؟

  • ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې د 18 کالو څخه کم وي، د خپل والدینو او یا د کوم قانوني ساتونکي پواسطه چې محکمې هم تائید کړی وي تر نظارت لاندې وي.

ضروري اسناد:

  • د ماشوم یا والدینو یا قانوني ساتونکي تذکره/پاسپورټ
  • اوسنۍ تصویر

ددغه حساب ګټې څه دي؟

  • حلاله او روا ګټه
  • په دغه حساب کې معاملې ترسره کیږي.
  • میاشتنی صورت حساب
  • د شریعت د اصولو او مقرراتو مطابق
  • پرته له سود څخه (پرته له رباح)

په دغه حساب کې نور کوم اضافي خدمتونه شته؟

  • د پیغام له لارې بانکداري
  • د انټرنیټ له لارې بانکداري
  • د صرافۍ اتومات ماشین خدمتونه
  • په لږ وخت کې د بریښنا بیلونو تحویلول
  • د هیواد په دننه او بهر کې په چټکتیا او خوندي شکل سره د پیسو لیږدول.