اسلامي جاري حساب

آیا د بانکي شبکې او په هره شیبه کې خپلو پیسو ته د لاس رسي په لټه کې یاست؟ نو د افغان یونایتډ بانک د اسلامي بانکدارۍ څانګه ستاسو په چوپړ کې ده چې ستاسو له پیسو څخه ساتنه وکړي او تاسو وکولای شی چې په هر وخت او هر ځای کې خپلو پیسو ته لاس رسۍ ولری.

 

څوک دغه حساب پرانیستلی شي؟

  • ټول هغه کسان چې عمرونه یې د 18 کالو څخه زیات وي، اشخاص، څو کسه په مشترک ډول ، اتحادیې، ټولنې، شرکتونه او داسې نورې ادارې چې په هیواد کې د با صلاحیته مرجع پواسطه ورته دکار جواز ورکړل شوي وي کولای شي دغه حساب پرانیزي.

ضروري اسناد:

  • تذکره/پاسپورټ
  • اوسنۍ تصویر
  • غوښتنلیک

ګټې یې څه دي؟

  • بې شمیره معاملې
  • میاشتنی صورت حساب
  • د شریعت د اصولو او مقرراتو مطابق
  • پرته له سود څخه (پرته له رباح)
  • پرته له ګټې او ضرر څخه

په دغه حساب کې نور کوم اضافي خدمتونه شته؟

  • چک بوک (د لمړي ځل لپاره وړیا)
  • د پیغام له لارې بانکداري
  • د انټرنیټ له لارې بانکداري
  • د صرافۍ اتومات ماشین خدمتونه
  • په لږ وخت کې د بریښنا بیلونو تحویلول
  • د هیواد په دننه او بهر کې په چټکتیا او خوندي شکل سره د پیسو لیږدول