اسلامي سپما حساب

آیا خپلې شتمنی ته د آسانه لاس رسي په لټه کې یاست؟ آیا اضافي نقدې پیسې لری چې باید په پانګه اچونه کې ترینه ګټه واخلی تر څو په خپل ټاکلي وخت کې ګټه تر لاسه کړی. زمونږ د سپما پانګه اچونه ستاسو د سوداګری اړتیاوې پوره کوي.

 

د ګټې او تاوان لپاره قانون څه دی؟

  • د اسلامي سپما حساب د پرانیستلو او یا په لړ کې کومه ځانګړي او ثابته ګټه په پام کې نده نیول شوي.
  • دغه حساب پرانیستلو لپاره کوم ځانګړی د قرارداد وخت هم ندی ټاکل شوی.
  • د پانګه اچونې ګټه به د بانک او امانت ایښودونکي تر مینځ په قرارداد کې د ذکر شوي تناسب پر بنیاد ویشل کیږي.
  • پیرودونکی کولای شي تر لاسه شوي ګټه د بانک د ګټې د تقسیم څخه وروسته و کاروي.
  • نور توضیحات په قرارداد کې لیکل شوی دي.

 

څوک دغه حساب پرانیستلی شي؟

ټول هغه کسان چې عمرونه یې د 18 کالو څخه زیات وي، اشخاص، څو کسه په مشترک ډول ، اتحادیې، ټولنې، شرکتونه او داسې نورې ادارې چې په هیواد کې د با صلاحیته مرجع پواسطه ورته دکار جواز ورکړل شوي وي کولای شي دغه حساب پرانیزي.

 

ضروري اسناد:

  • تذکره/پاسپورټ
  • اوسنۍ تصویر
  • د شرکتونو لپاره (جواز او اساس نامه)، د هیت اداري قطعنامه، د بنسټ د مالکانو پیژند کارتونه

ددغه حساب ګټې څه دي؟

  • حلاله او روا ګټه
  • په دغه حساب کې معاملې ترسره کیږي.
  • میاشتنی صورت حساب
  • د شریعت د اصولو او مقرراتو مطابق
  • پرته له سود څخه (پرته له رباح)

په دغه حساب کې نور کوم اضافي خدمتونه شته؟

  • چک بوک (د لمړي ځل لپاره وړیا)
  • د پیغام له لارې بانکداري
  • د انټرنیټ له لارې بانکداري
  • د صرافۍ اتومات ماشین خدمتونه
  • په لږ وخت کې د بریښنا بیلونو تحویلول
  • د هیواد په دننه او بهر کې په چټکتیا او خوندي شکل سره د پیسو لیږدول