برکت حساب

آیا تاسو د بدلیدو وړ پانګه اچونې غوراویو په لټه کې یاست؟ د برکت حساب تاسو ته اجازه درکوي چې یوه ټاکلي وخت لپاره خپله شتمني په پانګه اچونه کې وکاروی.

د بلوغ په وخت کې ویشل شوي ګټه به ستاسو په حساب کې واچول شي. برکت حساب تاسو لپاره هغه وخت ډیر مناسب دی چې خپلو پیسو ته سمدستي اړتیا ونلری او وغواړی چې د سپما حساب په پرتله ډیره ګټه تر لاسه کړی.

 

د ګټې او تاوان لپاره قانون څه دی؟

  • د برکت حساب د پرانیستلو او یا په لړ کې کومه ځانګړي او ثابته ګټه په پام کې نده نیول شوي.
  • د پانګه اچونې ګټه به د بانک او امانت ایښودونکي تر مینځ په قرارداد کې د ذکر شوي تناسب پر بنیاد ویشل کیږي.
  • بانک پایله په ربعوار شکل سره اعلانوي.
  • دغه حساب پرانیستلو لپاره د قرارداد وخت ټاکل کیږي (۶ یا ۱۲ میاشتې).

څوک دغه حساب پرانیستلی شي؟

  • ټول هغه کسان چې عمرونه یې د 18 کالو څخه زیات وي، اشخاص، څو کسه په مشترک ډول ، اتحادیې، ټولنې، شرکتونه او داسې نورې ادارې چې په هیواد کې د با صلاحیته مرجع پواسطه ورته دکار جواز ورکړل شوي وي کولای شي دغه حساب پرانیزي.

ضروري اسناد:

  • تذکره/پاسپورټ
  • اوسنۍ تصویر
  • د شرکتونو لپاره (جواز او اساس نامه)، د هیت اداري قطعنامه، د بنسټ د مالکانو پیژند کارتونه

ددغه حساب ګټې څه دي؟

  • حلاله او روا ګټه
  • په دغه حساب کې معاملې نه ترسره کیږي.
  • میاشتنی صورت حساب
  • د شریعت د اصولو او مقرراتو مطابق
  • پرته له سود څخه (پرته له رباح)

په دغه حساب کې نور کوم اضافي خدمتونه شته؟

  • د تمدید وړ قرارداد
  • کله چې یو قرارداد بلوغ ته ورسیږي نو پیرودونکی د قرارداد د وخت د تمدید غوښتنه کولای شي.